تازه خبرونه

له اوسني کړکیچ څخه د وتو یوازنۍ لار رڼې او عادلانه ټاکنې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که څه هم د ټاکنیز کمپاین پیل ته یو څو ورځې پاتې دي؛ خو د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند خپلو پلویانو ته په خبرو کې له اوسني کړکیچ څخه د وتو یوازنۍ لار رڼې او عادلانه ټاکنې وبللې.

ښاغلی حکمتیار د سولې خبرو ته په نغوته(اشاره) کې وایي، د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره باید د طالبانو برحقه غوښتنې په پام کې ونیول شي. سوله یوازې هغه مهال راتللی شي، چې پرېکړې یوازې افغانان وکړي، نه بهرنیان.

حکمتیار همدا راز وایي، له بهره تپل شوې سوله نه عملي کیدی شي او نه ستونزې پرې حا کیږي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار افغانستان په بشپړ ډول اشغال شوی بولي او وایي، د حکومت مشران د سولې او ټاکنو په ګډون په هیڅ ملي بهیر کې واک نلري.

هغه خبرداری ورکوي؛ که بهرنیان د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ونکړي او د ټاکنو او سولې په بهیر کې لاسوهنې بندې نکړي، اړینه ده، چې له طالبانو سره د سولې لار غوره کړو.

ښاغلی حکمتیار ټینګار کوي، چې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره باید د طالبانو برحقه غوښتنې په پام کې ونیول شي.

دی له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او وایي، بهرني هېوادونه باید افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه درناوی وکړي.

حکمتیار وایي، د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، د ولسوالیو شوراګانو او غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې باید په یوه وخت تر سره شي؛ خو په وینا یې اوس هم د ولسمشرۍ ټول نوماندان د ټاکنو پر سر اجماع ته ندي رسیدلي.

Trending

Exit mobile version