بلخ @ps
په بلخ کې د درې طالب ولسوالانو په ګډون ۴۵ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوایي ځواکونو دغه بریدونه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د بودنه قلعه په اړوند سیمه کې تر سره کړي دي.
د دغې خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د طالبانو لاندې ۹ قومندانان، سرګروپان او مسوولین وژل شوي دي:
۱- د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال عبدالغنی(ترابي).
۲- د شولګرې لپاره نومول شوی ولسوال مولوی حنان، چې څو ورځې مخکې ټپي شوی و.
۳- د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال گل نبی( مبارز).
۴- د شولګرې ولسوالۍ د ولسوال مرستیال ملا داد محمد نسیم.
۵- د چمتال ولسوالۍ لپاره د استخباراتو مسوول رسول جان سعادت.
۶- د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول مولوی جاوید.
۷- د شولګرې ولسوالۍ لپاره طالب سرګروپ مولوی نجیب الله.
۸- د شولګرې ولسوالۍ طالب قومندان مولوی نذیر.
۹. د چمتال ولسوالۍ طالب سرګروپ عبدالحی(منصور).
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.