تازه خبرونه

په افغانستان کې ۸۰ په سلو کې افغانان د سینې له سرطانه مري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د روغتیا وزارت مسوولین وايي؛ هر کال په افغانستان کې شل زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي، چې اتیا په سلو کې یې ژوند له لاسه ورکوي.

سرطان یوه وژونکي ناروغي ده، چې په افغانستان کې یې د درملنې لپاره امکانات پر نشت شمېرل شوي دي.

د افغانستان د طبي شورا ريیسه نسرین اوریا خېل وايي، چې هر کال په افغانستان کې شل زره کسان پر سرطاني ناروغیو اخته کیږي، چې اتیا په سلو کې یې ژوند له لاسه ورکوي.

دوی دغه څرګندونې د اندېښنې وړګني؛ خو ولسمشر اشرف غني یې یو ناورین بولي، چې په وینا یې د دغې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره به یوه جلا اداره کار پیل کړي.

ولسمشر غني وايي؛ اداري فساد د دې لامل شوی، چې حکومت ونشي کولی په ورته مهمو برخو کې پرمختګونه ولري.

زرغونه د سرطاني ناروغیو متخصصه، چې تازه له لندن څخه راغلې وايي؛ په افغانستان کې زیاتره میرمنې د تي پر سرطان اخته کیږي.

دا په داسې حال کې ده،  چې روغتیایي چارواکي د تي، معدې او خولې سرطانونه په افغانستان کې د اندېښنې وړ بولي.

Trending

Exit mobile version