بلخ @ps

په جوزجان کې ۵۰ سرتېري وژل شوي او ۱۵۰ نور طالبانو نیولي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جوزجان ولایتي شورا منشي ویلي، چې د دې ولایت قوش تپه ولسوالي تېره شپه له جګړې وروسته طالبانو ونیوله؛ ۱۵۰ امنیتي او دفاعي سرتېري ېالبانو نیولي او ۵۰ نور وژل شوي دي.

د جوزجان ولایتي شورا منشي محمد شریف زیاته کړې، چې تېره شپه لس بجې په قوش تپه ولسوالۍ کې  یو شمېر امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شول او یاده ولسوالي طالبانو ونیوله او د ملي اردو، ملي پولیسو او د سیمې د پاڅونوالو په ګډون ۱۵۰ کسان هم طالبانو نیولي او ۵۰ نور یې وژلي دي.

د جوزجان امنیتي چارواکو ویلي، چې له مرکز سره د قوش تپې ولسوالۍ اړیکې پرې شوې دي.

د پولیسو قومندان واحد وجدان ویلي، چې د تېرې شپې له لس نیمو بجو څخه مو له دې ولسوالۍ سره  اړیکې پرې شوي او زه د دې ولسوالۍ سقوط نه ردوم او نه یې منلی شم. زمونږ ځواکونه له ولسوالۍ وتلي او نه پوهیږم، چې چرته به ځای پر ځای شوي وي.

طالباتنو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د قوش تپې ولسوالي یې نیولې؛ د امنیتي ځواکونو لس سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي او ۷۸ امنیتي او دفاعي سرتېري او پولیس ژوندي نیول شوي دي.  

د قوش تپې ولسوالي له مرکز څخه نږدې ۷۰ کیلو متره واټن لري او طالبانو دغه ولسوالي په داسې حال کې نیولې، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دغه ولایت ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم لیدلو ته ورغلی و.

Trending

Exit mobile version