تازه خبرونه
په افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو وخت رارسیدلی- پمپیو
که څه هم تر اوسه د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو د شپږ ورځنیو خبرو اترو جزئیات ډاګیز شوي ندي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت وخت را رسیدلی او هېواد یې د جګړې پای ته ژمن دی.
د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان او د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه پخوانۍ سلاکاره وایي، که طالبان د سولې په هڅو کې وخت بې ځایه ولګوي، امریکا یې باید پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي، چې په اووم پړاو خبرو کې باید ناڅرګند ټکي ښکاره شي؛ ځکه، چې د سولې بهیر د ټاکنو پر بهیر اغېزه لري. د ټاکنو بهیر باید د ناڅرګند بهیر قرباني نشي.
د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو خبرې د چنګاښ پر اتمه پیل شوې او تر اوسه روانې دي.
قطر به راتلوونکې اوونۍ د افغانستان سولې په اړه د افغانانو د یوې خپلمنځي ناستې کوربتوب هم وکړي. دا هغه ناسته ده، چې د افغان حکومت استازي به په کې په نارسمي بڼه ګډون وکړي.
په ولسي جرګه کې د تخاراستازې حبیبه دانش وایي، چې که د ګاونډ هېوادونو په سیاستونو کې بدلون راشي روانه ناسته به ښه پایله ولري او د امریکا اغېز په دې اړه ډېر دی.
ځینې کسان، چې د دوحې ناستې ته بلل شوي، ټینګار کوي که یې طالبان غوښتنو ته پام ونکړي؛ امریکا یې باید پر وړاندې جدي کړنلاره خپله کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانۍ سلاکاره فرخنده زهرا نادري وایي؛ مونږ په سوله او جګړه کې صسوله غواړو. که جګړه هم سوله رامنځته کولی شي هم باید جګړه وشي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي؛ د طالب او امریکایي استازیو په اووم پړاو خبرو اترو کې پرمختګونه شوي او ټاکل شوې، چې د خبرو اترو په پای کې د سولې هوکړه لیک د نړیوالو شاهدانو او رسنیو په حضور کې اعلام شي.
خبریال:حالد نیکزاد