تازه خبرونه
په دوحه کې د افغانانو ناسته له حکومتي حضور پرته ترسره کیږي
د سولې خبرې ورو ورو خپل حساس پړاو ته رسیږي؛ له یوې خوا په دوحه کې د تړلیو دروازو شاته د طالب استازیو او امریکایانو خبرې روانې دي او بلخوا جرمني او قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناستې جوړیدو ته چمتووالی نیولی دی. دغه ناسته، چې یکشنبه او دوشنبه(د چنګاښ ۱۶-۱۷) تر سره کیږي. په دې ناسته کې به د افغان حکومت رسمي استازي حضور ونلري.
تمه ده، چې د افغانانو د خپلمنځي ناستې له پیل مخکې طالبان او امریکا یوې هوکړې ته ورسیږي، څو دا ناسته د افغان دولت، سیاسیونو او طالبانو تر منځ خپلمنځي ناستې ته زمینه برابره کړي.
دې ناستې ته ورروانو کسانو ویلي؛ هیله ده، چې د طالب استازیو او امریکایانو اووم پړاو خبرې د افغانانو له خپلمنځي ناستې مخکې یوې پایلې ته ورسیږي؛ ځکه دا ناسته به د سولې هوکړې د پلي کیدو پر څرنګوالي سلا مشورو او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي. د افغانانو خپلمنځي ناستې ته ځینې ورتلونکي کسان وایي، دولتي څېرې به د دولت دریځ په دې ناسته کې له خپل شخصي آدرسه مطرح کړي.
د طالبانو د رژیم د امر باالمعروف مسوول مولوي قلمالدین ویلي، چې که د بهرنیو ځواکو پر وتو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر ډاډ هوکړه وشي؛ د طالبانو او حکومت تر منځ خبرو ته به هم دروازه خلاصه شي.د سولې راتلونکی هم له دغې هوکړې سره تړلی دی.
ټاکل شوې، چې شپېته سیاست وال، سیاسي او مدني فعالان او ځینې حکومتي څېرې له غیر رسمي آدرسه د دوحې په خپلمنځي ناسته کې ګډون وکړي. د ناستې برخه والو ته د هغوی پر شخصي برښنا لیکونو بلنلیکونه لیږل شوي؛ خو ویل شوي، چې حکومتي څېرې به له خپل شخصي آدرسه د افغان حکومت دریځ په دې ناسته کې څرګند کړي.
د دوحې د جوړیدونکې ناستې برخه وال حاجي دین محمد ویلي؛ له حکومي چارواکو، سیاسیونو او مدني مخکښانو، چې څوک غوښتل شوي د افرادو په توګه به له شخصي ادرسه حکومتي دریځ وړاندې کړي.
د جګړې د پای څرنګوالی او د سولې هوکړه لیک پلي کول او د افغانانو خپلمنځي پوهاوي په تړاو د بحث وړ ټکي د دوحې ناستې د برخوالو د اجنډا یوه برخه ده او تر څنګ یې د مرکچي پلاوي لیدلوری او جوړښت هم د دواړو خواوو تر منځ په خبرو کې د بحث وړ ټکی دی.
د دوحې جوړیدونکې ناستې ته بلل شوی عبدالله قرلق ویلي، چې داځل به د خلکو دا پیغام کوربه هېواد، سیمې او امریکا ته ورسوو، چې د افغانستان له خلکو پرته هیڅوک د دې هېواد په اړه پرېکړه او معامله نشي کولی.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم ویلي، چې له امریکا سره په خبرو کې پرمختګ شوی او د طالبانو استازي له افغان پلاوي سره هم خبرو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانيو رسنیو ویلي؛ ټاکل شوې روانه میاشت لومړی وزیرعمران خان د طالبانو له استازیو سره وګوري.