تازه خبرونه

په تورخم کې سرحدي پولیس له خلکو ناقانونه پیسې اخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په تورخم کې سرحدي پولیس، نه یوازې اته ځایه له خلکو ناقانونه پیسې اخلي، بلکې په پراخه قاچاق کې هم ښکېل دي.

د لارۍ موتر چلوونکی شربت خان وایي، د تورخم ځنځیر په لس مترۍ کې د سرحدي پولیسو یوه کوټه د ناقانونه پیسو ټولونې لومړنی ځای دی.

د نوموړي په وینا؛ پولیسو د کوټې تر څنګ په شخصي جامو کې کسان درولي او پخپل زور له هرموتر  څخه پېنځه سوه کلدارې اخلي.

د سوداګر حاجی زلمي لویه اندېښنه داده، چې د تورخم کمیسار د قاچاق لپاره خپله ډله جوړه کړې او له پاکستان څخه قاچاقي مالونه راتېروي.

د چاقاچ رالیږدوونکي ډاډ سن موتر چلوونکی حکمت الله  وایي؛ سرحدي پولیس له مال رلیږدوونکیو او هغو لاسي کراچیو او موترو بیا پیسې اخلي، چې له دې ځای څخه دا قاچاقي توکي وړي.

د تورخم کمیسار مرستیال د انځور پر نه اخیستلو ټینګار کاوه او ویل یې، چې په دې کارو بارکې لوی خلک شریک دي او دا انځورونه پردې کار و بار هیڅ اغېزنشي کولی.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی وایي، دوی یوازې د قاچاق او په ځنځیر کې له موترو پرناقانونه پیسو اخستلو بسنه نه کوي، بلکې اته ځایه له خلکو ناقانونه پیسې هم اخلي.

خلک وايي، د همدې فساد پرمټ د تورخم له دروازې چاودیدونکي توکي هم راوړي او ترڅنګ یې هره میاشت میلیونونه افغانۍ ګټه تښتي.

د دوی د څرګندونو له مخې، په دې قاچاق کې د تورخم د ګمرک مسوولین هم ښکېل بلل کیږي.

د تورخم ګمرک مدیر محمد طاهر رشیدي وایي، سرحدي پولیس د قاچاق په مخنیوي کې هیڅ ډول همکاري نه کوي.

د تورخم  کمیسار او د سرحدي پولیسو قومندان په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د سرحدي پولیسو، د ملي امنیت، د ګمرک د پولیسو، په تورخم کې د والي د کسانو اود یادو بنسټونو د مسوولینو ترسترګو لاندې دا فساد له مودې راهیسې روان دی؛ خو د پوښتنې او مخنیوي یې هیڅوک نشته. 

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version