بلخ @ps

په بلخ ولایت کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو د هېواد د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال له خپلو دوه نورو ملګرو سره نیولی دی.

د بلخ پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال ګل حیدر( سید حبیب) د سې شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۸) د دغه ولایت د حیراتانو په دوه لاري کې، چې کندوز ولایت ته روان و؛ له خپلو دوه ملګرو سره یو ځای ونیول شو.

د خبرپاڼې له مخې؛ له نیول شویو کسانو څخه یوه تومانچه، یو شپینی لرلید( دوربین) د افغان تاجک تر سرلیک لاندې یو نخچه، یو ناڅرګند شفري لښتيلیک(جدول) ۸۵۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۳۰۰۰۰ افغانۍ، درې ګرځند(مبایلونه) او یو سپین رنګه مودل ۲۰۰۰ کرولا موتر تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز او بلخ په لیرې پرتو ولسوالیو کې وسلوال طالبان پراخ شتون لري.

Trending

Exit mobile version