تازه خبرونه
په روزګان کې د ۶ طالبانو په ګډون لسګونه عام وګړي وژل شوي
د خلج سيمې اوسېدونکی او قومي مشر امان الله تيموري رسنیو ته ویلي، چې د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې د طالبانو او بهرنيو پوځيانو د مخامخ نښتې پر مهال د بهرنیو پوځيانو جيت الوتکو سيمه بمبارد کړې، چې په کې د روزګان ټول ۳۵ کسان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو وژل شویو کسانو جسدونه تر خاورو لاندې دي.
ځايي سرچينې وايي؛ بهرنيو الوتکو هغه مهال په سيمه کې هوايي بریدونه وکړل، چې طالبانو پر پليو بهرنيو پوځيانو ډزې وکړې. په دغو نښتو او بمبارد کې د يوه قومندان ملا نصرالله په ګډون شپږ طالبان هم وژل شوي دي.
طالب او حکومتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ورته پېښې په کندهار او میدان وردګ ولایتونو کې هم رامنځته شوې دي، چې په کې له ۶۰ ډېر وګړي زیانمن شوي؛ خو د امنیت شورا سلاکار د میدان ورګ له استازیو سره په نننیو خبرو کې ویلي، دغه پوځي عملیات د هېوادوالو د امنیت او د دوی د ژغورلو لپاره ترسره کیږي.