تازه خبرونه

له بهرنۍ مرستو پرته د افغان ځواکونو پر پښو دریدل ناشوني دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره وایي؛ افغان ځواکونه له مالي ستونزو سره مخ دي او  دا راز یې د  ځواک کچه هومره نده، چې تمه ورته کیږي.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس جان سپکو د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په اړه خپل تازه راپور ډاګیزه کړی او وایي، د اتلس کلونوپه تېرېدو سره اوس هم افغان ځواکونه ډېر زیان منونکي دي.

هغه څرګنده کړې: له ۱۳۳ میلیارد دالرو څخه، چې د بیا رغاونې هڅو ته ځانګړې وې، یوازې ۶۳ سلنه یې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره لګول شوي دي؛ خو امریکایي جګپوړو چارواکو سیګر ته خبرداری ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونه نشي کولی له بهرني مالي ملاتړ پرته له مالي او فني اړخه ژوندي پاتې شي.

نوموړي ویلي؛ د اتلس کلونو له تېرېدو سره اوس هم ډاډ نشته، چې دا ځواکونه په ځانګړي توګه له ترهګرو سره مبارزه وکړي او له طالبانو سره د سولې د هوکړې په صورت کې سوله وساتي.

دی زیاتوي، پرته له مرستو افغان ځواکونه نشي کولی له مالي او فني اړخه فعال پاتې شي.

ښاغلي جان سپکو څرګنده کړې، چې افغان امنیتي ځواکونه ممکن ونه کړای شي، سوله وساتي. حتا که له طالبانو سره هوکړه وشي. ستونزې به له منځه ولاړې نشي. مونږ او نورې څاروونکې دستګاوې ستونزې پېژندلي، چې په بیا رغاونه یې اغېز درلود او ځینې دا ستونزې کولی شي، تلپاتې سوله تر اغېز لاندې راولي.

سیګار اټکل کوي، چې امریکا اتلس میلیارد دالر د افغان ځواکونو د تجهیز او د څه باندې شپږ سوه زره وسلو، اویا زره نقلیه وسایطو او د څه باندې دوه سوه الوتکو پر پېرلو لګولي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند د سیګار موندنې ښیي، چې د امریکا او ناتو هڅې تنظیم شوې ندي او دې چارې افغان ځواکونه زیانمن کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي؛ د وړتیاو او عملیاتو د ترسره کولو په برخو کې مونږ بشپړ پر پښو دریدلي یو او په دې برخه کې مونږ ستوږنزې نلرو.

 دا راپور د سولې هڅو په پنځ کې خپرشوی او ممکن واشنګتن ته دا فرصت ورپر برخه کړي، چې د پوځي غوراوي پر ځای سیاسي حل لار د افغانستان د جګړې لپاره پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version