تازه خبرونه

په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو اتم پړاو خبرې پای ته ورسیدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د قطر له دوحې څخه د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین څرګنده کړې، چې د طالبانو او امریکایانو د دروازو تر شاه ۹ ورځنۍ خبرې د اختر پر لومړۍ ورځ پر سیمه ییز وخت د شپې پر دوه بجو پای ته ورسیدې.

ټاکل شوې وه، چې په دې(اتم پړاو) خبرو کې به د دواړو خواوو تر منځ وروستۍ هوکړه لاسلیک شي؛ خو بل پړاو ته پاتې شوه.

تر دې دمه د ناڅرګندو برخو په اړه، چې اوږدې خبرې پرې شوي؛ د نویو پرمختګونو په اړه څه ندي ویل شوي.

دواړه خواوې له پرمختګونو خبرې کوي؛ خو جزئیات نه څرګندوي.

د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې په ډاګه کړې، چې د طالبانو او امریکایي استازیو د اتم پړاو خبرې پای ته رسیدلي دي.

ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې، چې تېره ورځ دواړو خواوو پر تخنیکي اړخونو کار کړی دی.

هغه په دې اړه پر مختګونه ګټور ښودلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس زه د واشنګتن پر لوري روان شوی یم، چې د نورو ګامونو د پورته کولو په اړه مشوره او بحثونه وکړم.

طالبانو هم د لوی اختر په مناسبت د دغه پړاو خبرو د پای ته رسیدو ډاډ څرګند کړی او د دې پړاو خبرو ناڅرکندو پایلو ته هیله من شوي دي.

په دې پړاو خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري میرمن ماري کترین مولي في کوله او د طالبانو د استازیو مشري د شیر محمد عباس ستانکزي پر غاړه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهانو د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې پرمختګونو ته په نغوته کې ویلي، چې د سولې خبرې به د تلې پر شپږمه د کیدونکیو ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیسي او ټاکنې به پخپل وخت تر سره نشي.

Trending

Exit mobile version