تازه خبرونه
په افغانستان کې د داعش د دوه یم سیمه ییز مشر عبدالحسیب وژنه تائید شوه
افغان حکومت او امریکایي ځواکونو ومنله، چې د داعش د وسلوالې سختدریځې ډلې سیمه ییز مشر عبدالحسیب د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر او د امریکایي ځواکونو قومندانۍ په ډاګه کړې، چې حسیب د داعش له څو نورو مهمو قومندانانو او ۳۵ جنګیالیو سره د غویي پر اوومه په ننګرهار کې پر یوه کلا د امریکا د پنځوس ځانګړیو ځواکونو او څلویښت افغان ځانګړیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسون ویلي، چې دا د دې ډلې دوه یم مشر دې، چې په ننګرهار ولایت کې له تېرو نهه میاشتو راهیسې وژل کیږي.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د داعش د مشر د وژل کیدو خبر د معلوماتو د کره کولو په موخه لږ په ځنډ خپور شوی دی.
د افغانستان د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د داعش دې مشر(عبدالحسیب) د روان کال د وري پر ۱۸ د کابل پر ۴۰۰ بستریز روغتون د برید پلان جوړکړی و، چې په کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.
داعش هم هغه مهال پر روغتون د برید پړه منلې وه.
عبدالحسیب د دې ډلې د پخواني سیمه ییز مشر حافظ سعید له وژل کیدو وروسته په ننگرهار کې د هغه ځای ناستی شوی و.
حافظ سعید تېر کال د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامندو او پشې سیمو تر منځ د امریکا څارګرې الوتکې پر نښه کړ.
د عبدالحسیب د وژل کیدو خبر تېره شپه ولسمشر غني تائید کړ او څرګنده کړې یې ده، چې نوموړی د افغان ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې امریکایي ځواکونو تېره میاشت د ترمپ د ولسمشرۍ په لومړنیو دوه میاشتو کې د دغې ډلې پر ضد خپل ستر غیر اتومي بم، چې دوی مور بم نومولی د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د ماندو په حسن خېلو کې وکاراوه، چې د دې ډلې سمځې یې ورانې او د عملیاتو لړۍ یې پرې تر دې دمه روانه وساتله.