تازه خبرونه
که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ
د امریکا ولسمشر ټینګارکړی، چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به هم د استخباراتو یوه د پام وړ برخه په افغانستان کې پاتې شي.
د طالبانو سیاسي دفتر د ترمپ د دغو څرګندونو په اړه خبرداری ورکوي؛ که امریکا له افغانستان څخه ټول پوځیان د استخباراتي مامورینو په ګډون ونه باسي، د سولې خبرې به لومړني حالت ته وروګرځي.
افغان حکومت بیا د ترامپ د خبرو هرکلی کوي، چي ویلي یې دي؛ په افغانستان کې د ځینو بهرنیو ځواکونو حضور له نړیوالې ترهګرۍ سره یوه اړتیا ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د بهرنیو ځواکونو شتوالی یوه اړتیا ده.
طالبانو ته نږدې کسانو په ډاګه کړې، چې که امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره له رامنځته شوي فرصت ګټه وانخلي؛ خطرناکې پایلي به ولري.
د طالبانو په واکمنۍ کې د المپیک کمیتې رییس عبدالشکور مطمئن ویلي، چې که امریکا ترې شاتګ وکړي؛ پایلې به یې خطرناکې وي او دا به ناشونې شي، چې طالبانو ته د خبرو کولو بله بلنه ورکړي.
طالبانو او امریکایانو د اتم پړاو خبرو په پای کې ویلي وه، چې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي؛ خو اوس دواړو لوریو له خپلو مشرانو سره خپلمنځي مشورې او خبرې پیل کړي او تمه ده، چې په راتلونکیو ورځو کې به د ځینو بهرنیو هېوادونو او ټولنو په شتوالي کې د سولې هوکړه لاسلیک او د افغانانو خپلمنځي خبرو پړاو ته وردننه شي.
خبریال: شاهپور فرهمند