تازه خبرونه
په جلال آباد ښارکې د ننګرهار پوهنتون استادانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل وايي، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشر پوهاند مسعود نيکبخت وژل شوى او د ياد پوهنځي درې پياوړي استادان هر یو محمد عارف، د استاد نیکبخت زوی نثار احمد او سهار مل سخت ټپيان دي.
د ننګرهار د سيمه یيز روغتون مسوولينو ويلي، چې، د دې پېښې له ځاى څخه روغتون ته يو مړى او درې ټپيان وړل شوي، چې ټول د ننګرهار پوهنتون استادان دي.
تراوسه د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه ندى اخېستى.
د ننګرهار پوهنتون د ژبواو ادبياتو د پوهنځي شهيد شوى مشر پوهاند مسعود نېکبخت د جهادي رهبر ارواښاد مولوي خالص وراره دى.
خبریال: رحمت الله زیارمل