تازه خبرونه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هیڅ مهالوېش نشته- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په فرانسه کې د جي اووه هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې بیړه نشته.

د امریکا د مخکښ جمهوري غوښتوونکي سناتور لیندسي ګراهام پرله پسې خبرداریو داسې ښاري، چې ترمپ هم اغېزمن کړی دی.

که څه هم ویل کیدل، چې امریکا له ۱۵ تر شل میاشتو پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتلو په برخه کې هوکړې ته رسیدلې؛ خو اوس ترمپ د دې کیسې له بل اړخ پرده پورته کوي او وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره  هیڅ مهالوېش نشته.

هغه ټینګار کړی، چې د هېواد استازي یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاه له طالبانو او افغانانو سره خبرې کوي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې زماني مهالوېش نشته؛ هر څه، چې دي شتوالی نلري. په رښتیا وایم، چې مونږ هلته د محافظتي پولیسو په توګه عمل کړی؛ مونږ له طالبانو، حکومت او خلکو سره کار کوو.

د امریکا ژمنه لکه د تېر په څېر پر ځای ده.

وایي، په افغانستان کې د امریکا حضور د سولې ټینګښت او ملاتړ لپاره دی. په داسې حال کې، چې د ډېرو په باور داسې سوله نشته، چې امریکا یې ملاتړ وکړي.

ترمپ د درېیم  ځل لپاره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو ادعا کوي؛ خو دا ځل د هند د لومړي وزیر په حضور کې.

نوموړي په بشپړ ټینګار ویلي؛ په رښتیا، چې مونږ په افغانستان کې له هر څه ډېر له سولې څخه د ملاتړ رول لرو. مونږ په دې جګړه کې  ژر بریالي کیدای شوو، خو نه غواړو لس میلیون کسان ووژل شي.

که څه هم ویل کیږي، چې طالبانو او امریکا په یوه جورجاړي سلا کړې؛ خو جزئیات یې ندي خپاره شوي او ټول په تمه دي، چې دا هوکړه به په افغانستان کې د جګړې د پای لامل شي.

یو شمېر شننونکیو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ دغه څرګندونه کیدی شي د سولې روانې خبرې اغېزمنې کړي.

Trending

Exit mobile version