بلخ @ps
په بلخ ولایت کې ماین چاودنې له اته ملکي وګړيو خوږ ژوند واخیست
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد ویلي؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سپرلۍ یو موتر د ښار پر لوري روان و. په دې موتر کې ناست اته کسان وژل شوي دي.
د چمتال ولسوال متین خواجه زاده ویلي، چې دا پېښه د خلاچي په کلي کې رامنځته شوې؛ په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
تېره اوونۍ هم د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ماین چاودنې د ښځو او ماشسومانو په ګډون له ۱۲ کسانو خپل خوږ ژوند اخیستې دی.