تازه خبرونه

په دوحه کې پر وروستي تخنیکي ټکي خبرې روانې دي- سهیل شاهین

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دوحې ته د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین ته د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي، چې دلته له امریکایي پلاوي سره پر وروستي تخنیکي ټکي خبرې روانې دي.

دغه راز ښاغلي شاهین کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه ویلي، چې د سولې هوکړه وروستۍ ده؛ خو پر وروستي تخنیکي اړخ یې د خلیلزاد له پلاوي سره دلته خبرې روانې دي، چې هیله ده په دې اړه هم ښه پایله ولرو.

دغه راز سهیل شاهین د خلیلزاد د سفر او له حکومتي چارواکو سره د هغه د لیدنې په اړه ویلي، چې هوکړه وروستۍ شوې او د نوموړي لیدنې به پرې کوم اغېز ونلري او د هوکړې ارزښت به پخپل ځای وي.  

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي زلمي خلیلزاد د سولې هوکړې لاسوند د حکومت مشرانو ته ښودلی او سیاسي رهبرانو پرې خپل اندونه په ډاګه کړي دي.  

Trending

Exit mobile version