تازه خبرونه
په دوحه کې د سولې پر هوکړه لیک خبرې شوي
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د جمعې پر ورځ ملا عبدالغني برادر، زلمي خلیلزاد، جنرال سکات میلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د هغو کسانو په اړه وغږیدل، چې په پام کې ده د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
سیاسي مخکښ نظر محمد مطمین ویلي، چې ملا عبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد د هغو کسانو په اړه د جمعې پر ورځ خبرې کړي، چې په پام کې ده په روانه اوونۍ کې د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
افغان چارواکو ويلي، چې دوی هڅه کوي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک مخکې خپل وړاندیزونه له امریکايي چارواکو سره شریک کړي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال ويلي، چې دوی کوښښ کوي د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د هوکړې له لاسلیک مخکې خپل وړاندیزونه له امریکا سره شریک کړي؛ خو د خلکو امنیت ساتنه مونږ ته سره کرښه ده.
که څه هم زلمي خلیلزاد په کابل کې د ملي وحدت حکومت له رهبرانو سره د هغې هوکړې جزئیات شریک کړل، چې په پام کې ده له طالبانو سره یې لاسلیک کړي؛ خو افغان حکومت د دغې هوکړې د پایلو په باب اندېښنه وښوده او په دې اړه یې د ډېر سپیناوي غوښتنه وکړه.
د دیموکراسۍ او توسعې د بهیر غړی محمد عارف حیدري ویلي؛ هغه سوله، چې د دولت، اساسي قانون، د بیان آزادۍ، د ښځو حقونو د ولسواکۍ د بهیر او ملي بنسټونو د بېوسه کولو لپاره وي مونږ ته د منلو نده.
د طالبانو او امریکا د احتمالي هوکړې په باب اندېښنې په داسې حال کې مخ پر ډېریدو دي، چې په افغانستان کې جګړه چټکه شوې او دا حالت د سولې په اړه د خلکو هیلې تتې کړې دي.