بلخ @ps
په بلخ ولایت کې د وسلوالو مخالفینو نفوذ مدني فعالان اندېښمن کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو هڅو د دغه ولایت مدني فعالان اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، چې سرحدي سرتېري باید ښه مجهز شي او د بلخ ولایت ولسوالیو ته د وسلوالو مخالفینو د نفوذ مخه دې ونیول شي.
مدني فعاله فرزانه رحیمي وايي، چې له ازبکستان هېواد سره پر پوله پرتې دغې ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو فعالیت د اندېښنې وړ دی.
وړمه ورځ په کلدار ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او سلوالو مخالفینو تر منځ نښته وشوه، چې په کې اووه وسلوال ووژل شول.
مدني فعال مختار احمدي په ډاګه کړې، چې وسلوال مخالفین د ملي وحدت حکومت د رهبرانو تر منځ له اختلافونو ګټه پورته کوي.
ویل کیږي؛ د بلخ په هغو ولسوالیو کې هم نښتو زور اخیستی، چې له ناامنو ولایتونو سره پوله لري. دغه حالت سوداګر هم وېرولي دي.