تازه خبرونه

له افغانستان څخه د سرتېرو پر وتو هیڅ راز خبرې ندي شوي- تاد ولترز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو په ماموریت کې ورګډ د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي قومندان ویلي، چې تر دې دمه له افغانستان څخه د سرتېرو پر وتو هیڅ راز خبرې ندي شوي او له افغان ځواکونو څخه به خپل ملاتړ روان ساتي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه امریکايي قومندان تاد ولترز ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ویستلو په اړه تر اوسه هیڅ خبرې ندي شوي.

د ناتو په ماموریت کې ورګډ د امریکا د پوځ  قومندان تاد ولترز وایي، چې له افغانستان څخه د وتو او یا هم په شا کیدو په اړه له خپلو متحدینو سره هیڅ ډول خبرې ندي شوي. مونږ د ناتو ملګرو ته دا پیغام ورکوو، چې امریکا ژمنه ده، ناټو ژمنه ده او زمونږ ماموریت پر ځای دی.

دغه راز د ناتو د هوايي ځواک قومندان ستورات پیچ ویلي، چې دوی له افغان ځواکونو ملاتړ کړی او د اړتیا تر وخته به د افغان پوځ روزنې او هغوی ته د سلا مشورو ماموریت ران ساتي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ له افغانستان سره پخپلو ژمنو ولاړ یو. مونږ له خپلو ټولو متحدینو سره په دې برخه کې همغږي یو. یو څه، چې روښانه دي هغه پر دوامداره پوځي کړنو نشي تر لاسه کیدای. مونږ به افغان ځواکونو ته د سلا مشورو ماموریت روان وساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له دوه اوونیو لږ وخت پاتې دی؛ خو د ناامنیو په اړه اندېښنې هم پخپل ځای پهتې دي.

Trending

Exit mobile version