تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا جګړه یوه تېروتنه وه- کاترین برون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د امریکا د نړیوالو اړیکو رییس ویلي؛ د امریکا ۴۳ سلنه خلک د افغانستان جګړه یوه تېروتنه بولي او وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې افغان ځواکونه هم د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې ډېره قرباني ورکوي.

په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه، چې تر اوسه پرې څه باندې یو تریلیون دالر لګښت راغلی؛ اوس هم خپلې موخې ته نده رسیدلې. اټکل کیږي، چې که په افغانستان کې د امریکا جګړه او پوځي حضور دوام وکړي، لګښت به یې هر کال ۴۵ میلیارد دالرو ته ورسیږي. دا هغه څه دي، چې امریکا یې په  پوره کولو کې چندان لیوال نه ښکاري.

د امریکا د نړیوالو اړیکو کارپوه کاترین برون وایي؛ د امریکا د خلکو ۴۳ په سلو کې فکر کوي، چې د افغانستان جګړه یوه تېروتنه وه او زما د اند له مخې ان له تېروتنې هم پورته وه. په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان یوازې ۳۳ په سلو کې خلکو فکر کاوه، چې هېواد یې پر سم لوري روان دی.

د سولې خبرو پیل، چې یو ځل بیا یې په اړه خبرې کیږي؛ د امریکا د دغه سیاستوال د څرګندونو له مخې ، افغانان په دې بهیر کې د نه شتون له کبله شکایت کوي.

ښاغلي کاترین برون زیاته کړې؛ زه تل له افغانانو اورم، چې ولې امریکایان سوله د افغانانو له حضور پرته پر مخ وړي؛ کله، چې د امریکا د حضور په اړه خبرې کیږي، نو د امریکا پوځي یا دیپلوماتیک حضور مساله په بشپړ ډول پېچلې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناتو سرمنشي تل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د دې هېواد له شرایطو تړلی دی.

بلخوا د ناټو سرمنشي ټینګار کوي په افغانستان کې د ناټو حضور د سولې لپاره د زمینې برابرولو په خاطر ده.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ  وایي؛ افغانانو ته زمونږ ښوونیز ماموریت د دې لپاره دی، چې وکړای شي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او سولې ته زمینه برابره کړي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ تاکل شوې وه د دې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته ځینې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وای؛ خو ولسمشر ترمپ دا هوکړه لیک لغو او د سولې خبرې یې ودرولې.

Trending

Exit mobile version