تازه خبرونه
په افغانستان کې د خوړو د مصونیت نشتوالی ننګونکی دی
په افغانستان کې د کرنې او خوړو نړیوال سازمان چارواکو د خوړو د مصونیت نړیوالي ورځې په نمانځغونډه کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د فقر زیاتوالی، سیاسي کړکیچونه، د پانګونې لږوالی، د نفوسو پرا ختیا هغه ننګونې دي، چې په دې هېواد کې یې د خوړو د مصونیت کچه راټیټه کړې ده.
دوی ویلي؛ ۴۴سلنه خلک د خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې یو علت يي هم د خوړو د مصونيت نشتوالی دی.
په افغانستان کې د خوړو او د کرنې د نړیوال سازما استازی فیبروزي کسریتي څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د خوړو مصونیت د نشتوالي له کبله خوار ځواکي ډېره شوې؛ ۴۴،۶ سلنه خوار ځواکي ۳۶،۶ سلنه د نفوسو په فزیکي وده کې لږوالی راغلی دی.
د کرني او مالداري وزارت مسوولینو بیا ويلي، چې د هېواد سم نیم نفوس د خوړو مصونیت نلري او حال دا، چې دغه کچه ورځ تر بلي د پراخیدو په حال کي ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وایي؛ د کرني وزارت هڅه کوي، چې د هېوادوالو د خوړو د مصونیت لپاره د کرنې په سکتور کې پراختیا را منځته او هم د مرستندویانو همکاري ډېره او د دغه روان بحران کچه راټیټه کړي.
د عامې روعتیا ورازت مسوولینو هم په ډاګه کړې، چې د هېواد د ټول نفوس ۳۷ سلنه خلک غذايي مصونیت نلري او له همدې کبله په هېواد کې خوار ځوا کې د پراخیدو په حال کې ده.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان ویلي؛ د هېواد ډېر خلک د خوړو مصونیت نلري، ځکه يي په اولادونو کې هم خوار ځواکي د پراختیا په حال کې ده او له دې ستونزې سره باید ګډه مبارزه تر سره شي.
د خوړو نړیوال پرواګرام غړيو ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو د مصونیت نشتوالی د اندېښنې وړ دی او د دې ننګونې د له منځه وړلو لپاره به له حکومت سره په همغږۍ کې ګډې هڅې تر سره کړي.
خبریال: اسلم حجاب