تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل د اندېښنې وړ خبره ده- افغان سفیره
په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني اتلانتیک شورا ته په وینا کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغان او امریکایي ځواکونو سرښندنې ستایلي.
هغه ټینګار کړي، چې افغانستان له امریکا سره اوږد مهاله اړیکې غواړي.
په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني ویلي؛ له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو ناڅاپي وتل د دې هېواد په تړاو د پاتې کیدو لپاره د امریکا ژمنې تر پوښتنو لاندې راوستې دي. حتا له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې د ترکیې پوځ په سوریه کې پرمختګ وکړ او له یو میلیون زیات کسان مهاجر شول.
میرمن رحماني ټینګار کړي، چې دا مهال افغان ځواکونه د جګړو په میدان کې له ترهګرو سره جنګیږي.
هغې زیاته کړې؛ د خلکو باور دا دی، چې د جګړو د پای لپاره یوازې سیاسي حل لار شته او بس.
میرمن رویا دا هم ویلي؛ افغانان غواړي جګړو ته له سیاسي لارې پای ورکړي. زمونږ هېواد وال پوهیږي ، چې یوازې زمونږ ځواکونه نشي کولی ټولو ننګونو ته حل لار پیدا کړی؛ نو هغوی په ټاکنو کې په خپل ګډون وښوده، چې د ستونزو د حل لپاره نورې لارې هم شته.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ویستو ټینګار کړی دی.