تازه خبرونه
په امریکا کې نیول شوې روسۍ ایجنته مسکو ته ورسیده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نوموړې په امریکا کې د ناراجستر شوې بهرنۍ ایجنتې په توګه د فعالیت په تورونو بندۍ شوې وه.
امریکايي رسنیو په ډاګه کړې؛ له پوهنتون فارغه شوې بوتینا هغه مهال، چې په امریکا کې دونالد ترمپ واک ته ورسید، هڅه کوله، چې په محافظه کارو امریکايي سیاستوالو کې نفوذ وکړي او د روسيې اجنډا تبلیغ کړي.
بوتینا د جمعې پر ورځ په فلوریدا کې له یوه زندانه خوشې شوه او مسکو ته په تلونکې الوتکه کې واستول شوه.
نوموړې د ۲۰۱۸ میلادي کال په جولای کې له نیول کیدو راپدیخوا په بند کې شپې او ورځې تېرولې.
۳۱ کلنه ماریا بوتینا په سټه صربۍ ده او له لویې څارنوالۍ سره د یوې مروطې ژمنې له مخې یې پر ځان لږیدلی تور منلی و.