تازه خبرونه
په افغانستان کې د ناتو ماموریت پر روان ساتلو هوکړه شوې-نیکولاس کي
په بروکسل کې د ناتو دفاع وزیرانو له غونډې وروسته په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي ویلي، چې ناتو له یوې خوا له افغان ځواکونو سره د ملاتړ ژمنه تازه کړه او له بلې خوا یې په افغانستان کې خپل ماموریت له شرایطو سره وتاړه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ناتو په غوڅه توګه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر روان ساتلو سلا کړې او ماموریت به یې دوامداره وي.
ښاغلي کي په ډاګه کړې، چې د ناتو د مشق او تمرین، ملاتړ او سمبالولو ماموریت به د دې لپاره روان وي، چې افغانستان بیا د سخت دریځو ډلو پر مرکز بدل نشي.
دا ماموریت به تر هغې روان وي، چې شرایط زمونږ له هیلو سره برابر شي.
طالبان بیا له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو پر وتو ټينګار کوي. که څه هم د امریکا او طالبانو د سولې خبرې په ټپه دریدلي؛ خو اوس تازه داسې هڅې پیل شوي، چې دغه خبرې بیا پیل شي.