تازه خبرونه

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی- امریکا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او ویلي یې دي، چې له مجازاتو د فاسدینو او بشري حقونو د سرغړونکیو بښنه(معافیت)، له قضا پرته وژنې او د افغان ځواکونو لخوا ربړول، د طالبانو لخوا په ملکي او پوځي کسانو بریدونه او پر ماشومانو جنسي تېري په ۲۰۱۶ کال کې د بشري حقونو د نقض موارد دي، چې په افغانستان کې را منځته شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوت په درې سوه پاڼو کې لیکل شوی، چې په کې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ د دوه سوه هېوادونو د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی، چې افغانستان په کې د اندېنې وړ ځای لري.

په رپوت کې لیکل شوي، چې د قانون حاکمیت ته په پراخ ډول بې پامي، د بشر حقونو د سرغړونکیو نه ځواب، د جګړو پراختیا او د وسلوالو لخوا د ملکیانو په نښه کول په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له ترینګلتیا سره مرسته کړې ده.

وسلوالو طالبان په بې پروا او ړندو( ځانمرګو او موتر بم چاودونو) بریدونو ملکیان، دولت پلوه ځواکونه او حتا خبریالان په نښه کوي. وسلوال مخالفین دغه راز په خپلو لیکو کې ماشومان استخداموي او ور څخه په ځانمرګو بریدونو او د وسلو په لیږد کې ګټه اخلي.

په رپوت کې یاغیان تورن شوي، چې ملکي کارکوونکي او د روغتیايي او نادولتي بنسټونو مارموین تښتوي.

د خپور شوي رپوت په یوې بلې برخې کې راغلي، چې: له قضا پرته وژنې او د پوځي موخو لپاره د ماشومانو استخدام او د امنیتي ځواکونو لخوا ربړول په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې جدي ننګونې دي. فساد، د چارواکو فشار، سیمه ییز زورواکي او نا مسوولو وسلوالو پورې تړليو کسانو په افغانستان کې قضایي نظام تر پوښتنې لاندې راوستی؛ ناامنو سیمو کې د څارنوالانو حضور لږ شوی او فاسدین مجازات شوي  نه دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، په عدلي او قضایي بنسټونو کې  به سمونونه راولي او له مجازاتو څخه به د بشر حقونو د ناقضانو معافیت ته د پای ټکی کیښودل شي.

د نوموړي په وینا؛ نوره بښنه پای ته رسیږي او هیڅوک د قانون له څارنې ځان خلاصولی نشي.  

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر محمد موسی محمودي هم د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، د بشري حقونو د نقض زیاتره موارد د وسلوالو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو  لخوا کیږي او افغان ځواکونه هم  له قضا پرته وژنې کوي او له ربړونې او بد چلند ګټه پورته کوي.

د افغانستان د بشر حقونو د سازمان رییس لعل گل لعل وایي، له بشري حقونو څخه سرغړوونکي دې نړیوالې محکمې ته جلب او وغوښتل شي.          

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې رپوت کې پر افغان دولت  له دې کبله نیوکه شوې، چې د ولسي جرګې ټاکنې یې تر سره کړي نه دي؛ فساد، جبري او د ټیټ عمر ودونه او له ماشومانو جنسي ګټه د بشري حقونو د نقض موارد ګڼل کیږي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version