تازه خبرونه

په افغانستان کې ۷۵۰ زره کسان په نوې غلامۍ کې ښکېل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

افغانستان د خپل نفوس په تناسب د اووه نیم سوه زره غلامانو په لرلو په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې ډېر غلامان لري.

بیات بنیاد د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۳) د بیات په رسنیز مرکز کې د آسترالیا سفارت او ځینو نورو بنسټونو په همکارۍ د پرمختللې غلامۍ د له منځه وړلو پر لارو چارو یوه ناسته تر سره کړه او د ناستې ګډونوالو ویلي، چې که څه هم غلامي په ټوله نړۍ کې منع ده؛ خو بیا هم په نړۍ کې څلویښت میلیون غلامان شته، چې افغانستان په هغو لس هېوادونو کې دی، چې ډېر غلامان لري. جبري ودونه، سخت کارونه، د آزادۍ سلبول او د انسان قاچاق د پرمختللې غلامې بېلګې دي.

بیات بنیاد، چې له ځینو بنسټونو سره په دې تړاو یوه ناسته جوړه کړې وه؛ وزګارتیا، نالوستي او د عامه پوهاوي نشتوالی د دې ستونزې د پراختیا لوی عوامل وګڼل شول.

د واک فري د راپور له مخې؛ دا مهال په نړۍ کې له څلویښت میلیون ډېر غلامان شته، چې یواویا سلنه یې ښځې او نجونې دي.

د بیات بنیاد لوی رییس داکتر احسان الله بیات ویلي؛ مونږ باید د یوه مشروع چوکات له مخې د پرمختللې غلامۍ، انساني قاچاق او جبري کارونو په مخنیوي کې دولت وهڅوو. افغان سوداګر، انتفاعي او غیر انتفاعي سازمانونه باید د پرمختللې غلامۍ د له منځه وړلو لپاره ګټورې هڅې وکړي. 

په افغانستان کې د آسترالیا سفیر هم ټینګار کوي، چې د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره باید هېوادونه، ملي او نړیوال بنسټونه په ګډه د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره مټې راونغاړي.

په افغانستان کې د آسترالیا سفیر جیف توت ویلي؛ حکومتونه اړ دي، چې له ځان څخه مشرتوب وښیي، حکومتونه د پراخو بدلونونو رامنځته کولو ته اړتیا لري او اړینه ده، چې د انساني قاچاق او پرمختللې غلامي د له منځه وړو لپاره مشروع کړنلارې جوړې کړي.

د بیات بنیاد د پروژو مدیره مریم بیات څرګنده کړې: مونږ باید هغه ماشومان، چې د سختو کارونو لپاره کارول کیږي، وژغورو؛ ځکه همدا ماشومان د افغانستان راتلوونکی دي. افغان ماشومانو او د ټولنې له نورو پوړیو سره مرسته د ځلانده راتلوونکې د جوړولو لپاره هغه دلیل دی، چې زما کورنۍ بیات بنیاد په ۲۰۰۶ کال کې جوړ کړ. 

په همدې حال کې ځینې کسان کافي زدکړو ته لاسرسی او د کار نشتوالی دوه مهم عناصر بولي، چې په افغانستان کې د غلامۍ لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

د کابل پوهنتون رییس حمید الله فاروقي ویلي؛ له بده مرغه مونږ سل په سلو کې هغو کسانو ته، چې له دولسم ټولګیو فارغیږي د کار کولو زمینه نه شو برابرولی، خو زمونږ دولت هغوی ته د ډېر فرصت برابرولو په هڅه کې دی.

د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي وایي، چې د خلکو پوهاوی ډېر مهم دی. نن اصلاً خلک نه پوهیږي، چې آیا ترې ناوړه استفاده کیږي او که نه؟ آیا ترې جنسي استفاده کیږي او  یا نه؟ او آیا هغوی غلامان دي او که نه؟

د راپورونو له مخې، د نړۍ په کچه د شاوخوا څلوېښت میلیون غلامانو له ډلې۷۱ سلنه یې نجونې، ښځې او شاوخوا لس سلنه نور ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version