تازه خبرونه

په روان کال کې نږدې ۱۸۵زره بېځایه شويو ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پوهنې وزارت په ډاګه کړې، چې په لومړیو شپږ میاشتو کې نږدې ۱۸۵ زره بېځایه شويو او بېرته راستنیدونکيو ماشومانو لپاړه د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده.

پوهني وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د لړم ۱۴)څرګنده کړې، چې په روان کال کې پوهنې وزارت د بېړني کاري ګروپ پر مالی مرسته د ۱۸۴۷۴۹ بیځایه شویو او بېرته راستنیدونکیو ماشومانو لپاړه د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې، چې ۱۰۵۹۹۱ یې نجونې دي .

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د بېځایه شويو او بېرته راستنیدونکيو ماشومانو لپاړه د هېواد په ۱۶ ولایتونو(بلخ، بادغیس، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، کونر، کندوز، ننګرهار، سرپل، روزګان، زابل، فاریاب، سمنګان، پکتیکا او هلمند) کې ۵۰۸۰ بېړني تولګي رغول شوي دي.

دغه راز پوهنې وزارت څرګنده کړې، چې د دغو تولګیو له رغولو سره سم  د ۵۸۴۹ هېوادوالو لپاره د ښوونکیو په توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بېځایه شویو او بېرته راستنیدونکیو ماشومان د روزنیزو اسنادو د نشتوالي له کبله په نهه میاشتنيو او درې کلنيو تولګیو کې د اړتیا ارزونی پر بنست د ښوونې او روزنې تر پوښښ لاندې نیول شوي او بیا په نږدې دولتې ښوونځيو کې جذب کیږي.

پوهنې وزارت هوډ لري، چې د هېواد تولو ماشومانو ته د متوازنې ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده.

د یادولو ده، چې په ۱۳۷۹ ل . هـ کال کې د ۲۴۶۰۰۰ بېځایه شویو او بېرته راستنیدونکیو ماشومانو لپاره د هېواد په ۸۰ ولسواليو کې د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده.

Trending

Exit mobile version