تازه خبرونه
له افغان سفیر سره د پاکستان بد چلند په هېواد کې غبرګونونه راپارولي
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا کارد دیپلوماتیکي اصولو خلاف وباله او له پاکستان حخه یې وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د دیپلوماسۍ د اصولو له مخې خپلې کړي.
له دې پېښې وروسته په افغانستان کې غبرګونونه راپورته شول ان په ډاګه شوه، چې افغان سفیر دې له پاکستان څخه هېواد ته راوغوښتل شي.
دغې پېښې د مشرانو جرګې غبرګون هم راوپاراوه او دا کار یې د دواړو هېوادونو دیپلوماتیکو اړیکو ته بې احترامي او د افغانستان له ملي حاکمیت سرغړونه ونوموله.
دوی ویلي، د پاکستان دې کار وښودله، چې افغانستان ته هیڅ ژمن ندي او له همدې کبله یې افغانانو ته د ویزو ورکړه درولې ده.
دوی دا هم ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دښمنانه سیاستونه پر مخ وړي دي.
پر سفیرانو پوځي فشارونه که څه هم نوې خبره نده؛ خو د کابل او اسلام آباد ترمنځ دا کړکیچ کولی شي ډېرې نا ویلې خبرې ولري او دا پوښتنه تر دې دمه ځواب شوې ن ده، چې ولې افغان سفیر یو پوځي بنسټ ته ورغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونیو راپدیخوا پر افغان خاوره د پاکستان له خاورې توغندیزو بریدونو او په پاکستان کې د عمران خان پر وړاندې اعتراضونو او په کې د افغان طالبانو پراخ ګډون، نه یوازې په افغانستان کې په ښکاره د پاکستان د قونسلګرۍ د تړل کیدو لامل شو، بلکې یو ځل بیا یې پاک ـ افغان اړیکې هم وننګولې.