تازه خبرونه
په افغانستان کې د ښځو پوځي شورا جوړیږي- رولا غني
دغه راز رولا غني د سولې په خبرو کې د ښځو شتون یوه اړتیا ګڼي او وایي، په دې برخه کې به د ښځو لاسته راوړنې قرباني نشي.
د هېواد لومړۍ مېرمن دا شورا مهمه بولي او ټینګار کوي چې ښځې باید ټولو سترو بهیرونو په ځانګړې توګه د سولې مذاکراتو کې کلیدي او اساسي رول ولوبوي.
میرمن رولاغني ټینګار کړی، چې د ښځو پوځي شورا جوړول یو اړین نوښت دی. تاسې ښځې باید وپوهیږئ، چې په یوازې سر نشئ کولی کوم کار وکړئ. تاسې باید همغږي ولرئ.
د هېواد د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویلي؛ حالات څاري او هیڅ داسې سوله به ونه مني، چې په افغانستان کې د یوې بلې جګړې د پیل سبب شي.
د ناتو ملکي سفیر ویلي، چې ناتو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ناتو ملکي سفیر نیکولاس کي په ډآګه کړې؛ د ناتو ماموریت دلته دا دی، چې تضمین وکړي او افغانانو هم ضمانت کړی، چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي.
د ناتو ملکي سفیر زیاته کړې، چې افغان ښځینه پوځیانې د افغان ځواک یوه سلنه جوړوي. یعنې شاوخوا دوه زره پوځیانې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅې روانې دي، چې په امنیتي بنسټونو کې د ښځو د ګډون کچه پېنځه سلنې ته ورسیږي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ښځینه پوځیانو لومړنۍ پوځي ناسته به د سولې او امنیت په اړه درې ورځې سلا او مشورې ولري.