تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو پوځي شورا جوړیږي- رولا غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني د ښځینه پوځیانو په لومړنۍ درې ورځنۍ ناسته کې ویلي؛ ټاکل شوې په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ پوځي شورا جوړه شي، چې د ښځینه پوځیانو د همغږۍ لپاره مهمه ده.

دغه راز رولا غني د سولې په خبرو کې د ښځو شتون یوه اړتیا ګڼي او وایي، په دې برخه کې به د ښځو لاسته راوړنې قرباني نشي.

د هېواد لومړۍ مېرمن دا شورا مهمه بولي او ټینګار کوي چې ښځې باید ټولو سترو بهیرونو  په ځانګړې توګه د سولې مذاکراتو کې کلیدي او اساسي رول ولوبوي.

میرمن رولاغني ټینګار کړی، چې د ښځو پوځي شورا جوړول یو اړین نوښت دی. تاسې ښځې باید وپوهیږئ، چې په یوازې سر نشئ کولی کوم کار وکړئ. تاسې باید همغږي ولرئ.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی دې ناستې ته د سولې د شرایطو په تړاو غږیدلی او وایي، د وروستیو دوه لسیزو پرمختګونه باید خوندي وي.

د هېواد د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویلي؛ حالات څاري او هیڅ داسې سوله به ونه مني، چې په افغانستان کې د یوې بلې جګړې د پیل سبب شي.

د ناتو ملکي سفیر ویلي، چې ناتو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي سفیر نیکولاس کي په ډآګه کړې؛ د ناتو ماموریت دلته دا دی، چې تضمین وکړي او افغانانو هم ضمانت کړی، چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي.

د ناتو ملکي سفیر زیاته کړې، چې افغان ښځینه پوځیانې د افغان ځواک یوه سلنه جوړوي. یعنې شاوخوا دوه زره پوځیانې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅې روانې دي، چې په امنیتي بنسټونو کې د ښځو د ګډون کچه پېنځه سلنې ته ورسیږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ښځینه پوځیانو لومړنۍ پوځي ناسته به د  سولې او امنیت په اړه درې ورځې سلا او مشورې ولري.

Trending

Exit mobile version