تازه خبرونه

له حقاني شبکې سره مې درې کلن بند پر ژوندانه ژور اغېز کړی- تیموتي ویکس

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان امريکايي پوهنتون آستراليايي استاد تیموتي ویکس له یوې آسترالیایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له حقاني شبکې سره یې درې کلن بند پر ژوندانه ژوره اغېزه کړې ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې په تېرو درې کلونو کې دی او امریکایي ملګری یې کیوین کینګ د افغانستان او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ساتل شوي ديٍ.

آسترالیایي استاد تیموتي ویکس اوس له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوی او آسټرالیایي رسنیو ته یې په ډاګه کړې، چې درې کاله مخکې د ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر شپږمه په کابل کې له خپل ملګري سره طالبانو وتښتولو.

دی د افغانستان، پاکستان، قطر، امریکا او آسترالیا له ولسمشرانو، زلمي خلیلزاد او طالب مشر ملا هبت الله اخونزاده څخه مننه کوي، چې د دوه او ملګري په خوشې کیدو کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې د امریکايي او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلیدل یو ښه زیری دی.

هغه هیله من شوی، چې په افغانستان کې د روانو نږدې دوه لسیزو جګړو لپاره نه یوازې یوه سوله ییزه حل لار اړینه ده، بلکې افغانستان، سیمې او نړۍ ته ثبات هم اړین دی.

نوموړي د خبریالانو د پوښتنو او غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې له طالبانو سره بند او تجربو زما ژوند ته بدلون وربښلی؛ داسې بدلون، چې زه یې د ویلو لپاره کلمې نلرم. هغه داسې یو وخت و، چې خپل مرګ مې پخپلو سترګو لیدلی؛ خو د الله فضل و کرم و، چې اوس دلته او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی او آزاد یم.

هغه د طالبانو د کړو وړو په اړه خبریالانو ته څرګنده کړې، چې له حالاتو سره سم په ټوله کې له ما سره سم چلن شوی؛ خو مونږ دېر لیرې له روغتیایي آسانتیاوو پوره برخمن نه و، ډېر وخت مو په تورتم کې تېریده.

نوموړي د امریکاي بریدونو په اړه رسنیو ته دا هم په ډاګه کړه، چې یو ځل د امریکا سمندري ځواکونو پر طالبانو برید وکړ؛ خو مونږ یې یو تونل ته وردننه کړو او بیا یې زه ټېله کړم، چې پټ شم. له ټېله کیدو سره سم ولویدم او نور پر ځان پوه نشوم.

د افغانستان امریکايي پوهنتون استادان هر یو کوین کینګ او تیموتي ویکس د تېر نومبر په لومړیو کې له درې طالب بندیانو انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان سره تبادله شول. اوس هغه د آرام ژوند تېرولو غوښتونکی او په افغان امریکایي پوهنتون کې د بیا کار هیله من هم دی.

Trending

Exit mobile version