بلخ @ps
په افغانستان کې د اسلامي ترکستان د ګوند وسلوالو اندېښنې را پارولي
د افغانستان په شمال کې د چین د ایغور مسلمانانو د وسلوالو انځورونو اندېښنې راپارولي، چې ورسره د افغان پوځ وسلې او پوځي موتر دي او په غرنیو سمیو کې پوځي تریمنات تر سره کوي.
په انځورونو کې ښکاري، چې د دغې وسلوالې ډلې له جنګیالیو سره ماشومان هم شته.
د ولسي جرګې غړی بشیر احمد ته ینج ویلي، چې د دغو وسلوالو هڅې پټې ندي او غواړي، چې په غرنیو برخو کې مرکزونه جوړ کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی له هڅو خبر دی؛ خو دا، چې ولې یې مخه نه نیسي مونږ ته د اندئښنې وړ ده.
د ترکستان د اسلامي غورځنګ وسلوال له القاعده سره تړاو لري، چې په سوریه کې هم فعال پوځي حضور لري.
تازه د دغو وسلوالو داسې تصویرونه خپاره شوي، چې د افغان پوځ وسلې او پوځي وسایط ور سره دي.
تېر کال هم دغې ډلې د افغان پوځ د ځينو وسایطو تصویرونه خپاره کړل، چې دوی تر لاسه کړي وه. تر ډېره ګومان دا دی، چې دغه ډله د افغانستان په بدخشان ولایت کې فعاله ده.