تازه خبرونه

په افغانستان کې هره ورځ ۹ ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوړي-یونسیف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د یونسیف دفتر په ډاګه کړې، چې هره ورځ په دې هېواد کې په منځنۍ کچه د جګړو له کبله نهه ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د یونسیف په  تازه راپور کې، چې د سې شبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) خپور شوی راغلي؛ افغانستان د نړۍ په کچه ماشومانو ته خطرناک هېواد دی او په ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو تلفات د تېر کال په تناسب یوولس سلنه زیات شوي دي.

په افغانستان کې د یونسیف د دفتر مشر ابوبکر کامپو وایي، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شپږ سوه یودېرش ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او یو زر و اته سوه دېرش ماشومان ټپیان دي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله دا یوولس سلنه زیاتوالی ښیي.

د دې راپور له مخې،  د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ شپږ نیم زره ماشومان وژل شوي او پېنځلس زره نور ټپیان دي، چې له دې کبله په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه ماشومانو ته خونړی او جنګي هېواد وګڼل شو.

د یونسیف د څرګندونو له مخې؛ درې اعشاریه اته میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري، له هرو درې ښځو یوه یې له اتلس کلنۍ مخکې ودیږي، درې اعشاریه اووه میلیون ماشومان، چې د ښوونځي شرایطو ته برابر دي، له زدکړو بې برخې دي، له پېنځه کلونو ټیټ عمره شپږ سوه زره ماشومان  پر خوار ځواکۍ اخته دي، دېرش سلنه ماشومان پر درندو کارونو بوخت دي.

څلور سوه زره ځوانان هر کال د کار بازار ته وړاندې کیږي؛ خو مسلکي ندي، چې خپلې ستونزې حل کړي.

ښاغلي ابوبکر کامپو وايي: زه فکر کوم دا به ډېره سخته وي، چې یوازې یوه لوري ته د نیوکې ګوته ونیسو. باید ټول د تاوتریخوالي او وژنو د مخنيوي لپاره کار وکړي. په داسې یوه وضعیت کې، چې تلفات په ځانګړي توګه د ماشومانو تلفات ډېر دي؛ باید د جګړې د پای لپاره د سولې رغنده خبرې وشي.

د یونسیف د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې څلور لسیزو جګړو پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی او د جګړې ښکېل لوري د ماشومانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

Trending

Exit mobile version