تازه خبرونه

په افغانستان کې يو امریکایي سرتېری ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې د یو امریکایي سرتېري له وژل کیدو خبر ورکړی.

غوڅ ملاتړ ماموریت څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲) په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی؛ خو په دې اړه نور معلومات نشته.

د یاد ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې به په راتلونکیو ۲۴ ساعتونو کې د دغه سرتېري نوم هم ښکاره شي.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او وايي، چې تېره شپه د کندوز ولایت د چاردرې په سفربای سیمه کې افغان کوماندو او امریکایي ځواکونه له یوې چاودنې سره مخ شوي؛ یو سرتېری یې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. دغه راز یو کوماندو سرتېری هم ټپي شوی دی.

پامیر ۲۱۷ قول اردو په اړوند سیمه کې د افغان او امریکایي ځواکونو تلفات رد کړي دي.

په هره توګه سږکال په افغانستان کې له دې سرتېري سره د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version