تازه خبرونه

په خوست کې غرغښت خصوصي رادیو نشرات پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته ورته د خوست ولایت ځینې رادیوګانې هم د اقتصادي ستوونزو له کبله د بندیدو له ګواښ سره مخ شوي؛ خو تازه په دې ولایت کې غرغښت نومې سیمه ییزې ایف ایم رادیو نشرات پیل کړل.

د غرغښت رادیو مشر سخي سرور میاخیل ویلي، چې پخوا یې تلویزیوني نشرات لرل او خلکو ته یې د غوره خپرونو د وړاندې کولو لپاره دا دی رادیو هم جوړه کړه، چې اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې به خپرونې کوي.  

نوموړی زیاتوي، مونږ ژمنه کوو، چې په معیاري کیفیت به د ټولنې واقعیتونو ته انعکاس ورکوو.

د دغه ایف ایم رادیو د پرانستې په مراسمو کې د خوست سولې پیغام راډیو رییس زاهدشاه  انګار په ډاګه کړې، چې په خوست کې یو شمېر رسنۍ له سختو اقتصادي ستوونزو سره مخ دي او وېره ده، چې وبه تړل شي.

د هغه په وینا؛ په خوست کې رسنۍ په ځانګړي توګه راډیوګانې له اقتصادي ستوونزو سره مخ دي او بل معلوماتو ته په وخت لارسی نه لري.

په خوست کې امریکا غږ خبریال ابراهیم رحیمي وایي، رسنیو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ټولنې او ولسواکۍ لپاره مهم رول لوبولی او خلک یې له واقعیتونو خبر کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په خوست کې د لسګونه چاپي رسنیو ترڅنګ، لس سیمه ییزې ایف ایم رادیوګانې، یو دولتي او څلور خصوصي تلویزیونه فعالیت کوي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version