تازه خبرونه

په افغانستان کې د تولید شویو زعفرانو کچه شل ټنو ته لوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې وزارت د رسمي څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې د زعفرانو تولید دوه ویشت په سلو کې ډېر شوی دی.

زعفران د نړۍ مشهور او محبوب بوټی دی، چې اوس اوس یې په هرات، بلخ، فاریاب، کندهار، روزګان، دایکندي او سرپل ولایتونو کې کرکیلې رواج موندلی او ډېر ژر به افغانستان د نړۍ په کچه د زعفرانو د تولیدوونکیو هېوادونو په کتار کې درېیم ځای خپل کړی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ويلي؛ سږ کال د زعفرانو تولید شل ټنو ته رسیدلی، چې دوه ویشت په سلو کې ډېروالی ښيي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هرات ولایت په ترتیب لومړی، ورپسې بلخ، فاریاب، کندهار، روزګان او دایکندي ولایتونو دوه یم، درېیم، څلورم، پېنځم او شپږم ځایونه خپل کړي دي. نومږوړي زیاته کړې؛ د تولید د کچې لوړیدل د دې ښکارندويي کوي، چې د زعفرانو کرکیله هم ډېره شوې ده.

د کرنې وزارت مسوولین د زعفرانو د کرکیلې په اړه بزګرانو ته ګټورې زدکړې ورکړي او مناسب بزغلی یې هم پرې وېشلي دي.

Trending

Exit mobile version