تازه خبرونه
په تېره یوه لسیزه کې له اقینې بندر څخه ۱۷۹ میلیون افغانۍ غلا شوي
د دغو افغانیو او دالرو پر غلا د اقینې بندر د خدمتونو پخوانی امر تورن دی، چې په ناقانونه توګه یې په اندخوی کې د ملي بانک له څانګې ایستلي دي.
آریانا نیوز د فاریاب ولایت له اقینې بندر څخه د میلیونو افغانیو او سلګونه زره دالرو د غلا اسناد تر لاسه کړي دي.
حبیب الله نومی، چې د دیارلس سوه دوه نوییم لمریز کال څخه تر اته نويیم پورې د دغه بندر د خدمتونو امر و؛ تر دیارلس سوه دري نوي کال پورې یې څه کم یو سل و اتلس میلیون افغانۍ په اندخوی کې د ملي بانک له څانګې په ناقانونه توګه ایستلي دي.
حبیب الله تورن دی، چې هر کال یې له دې بندره سلګونه زره افغانۍ غلا کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي؛ د فاریاب ولایت استناف محکمه د قضیې د روشانه کولو لپاره نوموړی جاب کړی؛ خو تر دې دمه هغه یادې محکمې ته حاضر شوی ندی. هر کله ، چې نوموړي حاشر شو؛ قضیه به یې وڅېړل شي.
په مجموعي توګه د اقینې له بندر څخه په تېرو لس کلونو کې یو سل و اته اویا میلیون افغانۍ غلا شوي دي.
له بلې خوا د سوداګرۍ وزارت اسناد هم ښيي، چې د اقینې بندر له عوایدو څخه څلور سوه یو څلوېښت زره دالر هم شخصي جیبونو ته لویدلي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي څرګنده کړې؛ هغه کس، چې پر فساد او ناقانونه کړنو تورن دی؛ سیمه ییزې ادارېکشفي، عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلی دی او مونږ هم په دې تمه یو، چې د اړوند ادارو لخوا پرې قانون پلی شي.
د اقینې بندر د خدمتونو اداره دولتي ده، چې د مالونو د کښته کولو، بارولو او د مالونو د ساتلو دندې لري.