تازه خبرونه

په غور ولایت کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غور ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۴ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان دي

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې دغه چاودنه د دې ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اړوند په یوه کور کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د کورنۍ د یو غړي او درې ماشومانو په ګډون ۴ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او پېنځه نور ټپیان دي.

دغه راز د دې ولایت د مرکز فیروزکوه په یوه کور کې  د ورته پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي ټپیان شوي، چې د ۲ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې ټپیان د غور ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version