تازه خبرونه

په تېره ۱۰ کلنه جګړه کې له ۸۰ زره ډېرو ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۳۹۸)

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون کلنی راپور ښيې، چې په افغانستان کې د جګړو له کبله څه د پاسه ۸۰ زره ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د کلنی راپور له خپریدو سره بیا هم په تېر کال کې د ۴۵ سلنه تاوتریخوالي له کمښته هم خبر ورکوي؛ خو وایي ، چې د ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر وروستیو پورې ۲۸ زره ۹۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۷ زره ۸۴۴ نور ټپیان دي.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۱۹ کال په ځانمرګو بریدونو کې ۴۴۷ کسان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي. په داسې حال کې، چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه کموالی ښیي.

دغه راز په توغندیزو بریدونو کې ۴۷۴ کسان وژل شوي او ۱۳۵۸ نور ټپیان دي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه کموالی ښيي.

په هدفي وژنو کې ۳۹۹ کسان وژل شوي ۴۳۴  نور ټپیان دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېروالی ښيي.

په ځمکنیو بریدونو کې ۱۲۷ کسان وژل شوي او ۲۳۵۱ نور ټپیان دي، چې د تېر کال په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيي او په شپنيو عملیاتو کې ۸۲ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي، چې ۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

همدا رنګه په هغو بریدونو کې، چې پر  خبریالانو تر سره شوي؛ ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي، چې د تېر کال په پرتله کموالی ښيي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي: ۷۰ زره او ۵۹۷  کسان د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

راپور دا هم په ډاګه کړې، چې د ۷۱ سلنه ملکیانو د مرګ وژوبلي مسوول طالبان دي، د  ۴۱ سلنه هغو د مرګ و ژوبلې  پړه د امنیتي ځواکونو ۵ سلنه د داعش ډلې او ۹ سلنه نور د نامعلومو لوریو لخوا شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي؛ اوسمهال د تاوتریخوالي د کمښت لیدونکي یو او کیدی شي، چې دا کموالی د سولې له خبرو سره تړاو ولري.        

دغه راز نظري د هېواد په ختیځ کې د داعش جنګیالیو د مرکزونه ویجاړیدل هم د تاوتریخوالي له کمښته سره بې اړیکې ننه بولي.

د دغه راپور پر بنسټ د جګړې ډېري قربانیان نرینه دي. په داسي حال کې، چې ماشومان اوښځې هم په کې شته.

د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان په ملکي تلفاتو کې د افغان ځواکونو لاس لرل ردوي او وایي، چې طالبان د ملکي وګړیو د تلفاتو عاملین دي.

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د جغرافیایي موقعیت د تفکیک پر بنسټ وایي؛ د ملکي وګړیو اکثره تلفات په سویل لویدیځ زون کې اوښتي، چې ۳۴۵۳ کسان له مرګ و ژوبلې سره مخ شوي، چې د ټولو تلفاتو ۳۲ سلنه جوړوي. په ختیځ زون کې ۲۱ سلنه مرکزي زون کې ۲۰ سلنه، په شمال زون کې ۶ سلنه او په لویدیځ زون کې ۴ سلنه د ملکي تلفاتو ټوله برخه جوړه وي.

Trending

Exit mobile version