تازه خبرونه

په افغانستان کې د کوکنارو کر کم شوې خو د تریاکو تولید لا زیات شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۸)

سپینې ماڼې د سلواغې پر ۱۸، د یوې خبرپاڼې له لارې د آمریکا حکومت لخوا په افغانستان کې د کوکنار د کر او د تریاک د تولید د ارونې کلني راپور، نشر کړ، چې له مخې یې افغانستان کې د کوکنارو کر ۲۸ سلنه کم شوې خو، د نګه تریاکو د تولید تله بیا، زیاته شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې په کال ۲۰۱۹ کې په ۱۶۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، حال دا چې په کال ۲۰۱۸ کې په ۲۲۱ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. خو د تریاکو د تولید تله لا مخ پر زیاتیدو ده: په کال ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې د نګه تریاکو تولید ۵۵۵۰ ټنه و، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې ۶۷۰۰  ټنه اټکل شوې دی.

همداراز الیس وېلز، د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، وايي چې “په افغانستان کې د نشه یي توکو قاچاق، بې ثباتي ته لمن وهلې او ښه حکومتولي او اقتصادي پراختیا یې ګډوډه کړې ده.”

ویلز زیاته کړه چې، “د قانون د پلي کولو په موخه باید د فاسدو چارواکو پر ضد ټینګ ګامونه پورته شي.”

بلخوا کارپوهان وایي، چې حکومت د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره اراده نه لري.

اورزلا نعمت، د افغانستان د ارزونې او څېړنې ادارې رییسه، وايي چې “له یوې خوا دغه معافیت د قانون د پلي کیدلو مخه نیسي، او له بلې خوا د نړیوال مارکیټ تقاضا په افغانستان کې د قانون د ضعف له کبله پلي کیږې.”

د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي بیا وايي چې د نشه یي توکو د کاروبار اړوند زرګونه دوسیې څېړل شوي دي.

جمشید رسولي، د لویې څارنوالۍ ویاند، وايي چې “یو شمیر دوسیې چې په ټیټه سطحه کې دي په ولایاتو کې د څیړنې لاندې دي، خو هغه لویې قضيې بیا په کابل کې د عدلیي او قضايي مرکز لخوا څیړل کیږي.”

مروه امیني، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله، وایي چې د مخدره توکي ډیرې کرنه او سوداګري په هغو ساحاتو کې ترسره کیږي چې د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې دي.

د سپینې ماڼۍ د نشه یي توکو د کنترول د پالیسي ملي ادارې دا کلنی راپور، په داسې حال کې خپریږي  چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت وویل، د کابل پولیسو د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیر او پنځه نور کسان یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

Trending

Exit mobile version