بلخ @ps

په بلخ او جوزجان کې ۴۳ طالب وسلوال وژل شوي- دفاع وزرارت

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۱, ۱۳۹۸)

د افغانستان دفاع وزارت په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د ۴۳ طالب وسلوالو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ځانګړيو ځواکونو په عملیاتو کې، چې تېره شپه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ پر اړوند سیمو تر سره شوي؛ ۳۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته په ډېره کچه نشه یي توکي هم پاتې شوي دي.

دغه راز د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې پر یوه بل هوایي برید  طالب قومندان قریشي نومی هم له خپلو اووه ملګرو سره وژل شوی او درې نور یې ټپیان دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version