تازه خبرونه

په تېره یوه لسیزه کې مو ۱۱ زره ماشومان او لویان تر درملنې لاندې نیولي – سره میاشت

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۳۹۸)

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ویلي؛ په تېرو ۱۰ کلونو کې مو یوولس زره ماشومان او لویان په افغانستان او بهر کې تر درملنې لاندې نیولي دي.

د سرې میاشتې مسوولینو څرګنده کړې، چې  د ډېریو دغو ناروغانو زړونه سوري، هډوکي مات او یا هم سوځيدلي وه.

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې چارسمبالې حسن بانو غظنفر نن د یکشنبې پر ورځ/ د سلواغې ۲۷ د هغو ۷۳ ماشومانو د راستنیدنې په مراسمو کې، چې په آلمان کې یې د درملنې شپږمیاشتنۍ دوره بشپړه کړې او کابل ته رارسیدلي؛ ویلي، چې حکومت او روغتیایي بنسټونه د دغو ناروغانو د درملنې امکانات نلري، هر کال یې د آلمان د سولې کلي لخوا درملنه کیږي.

میرمن غضنفر زیاته کړې؛ د دغو ماشومانو، چې د زیاترو یې زړونه سوري او یا هم سخت سوځيدلي وه، له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول؛ ځکه پر کور دننه د دغې ناروغۍ د درملنې امکانات نلرو.  

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې د روغتیا برخې مشر محمد سلیم بهره مند ویلي: تېر کال مو ۱۹۰۰ ماشومان، چې زړونه یې سوري وه؛ اوس ښه شوي او ۸۲ نور ماشومان به هم پېنځه میاشتې وروسته هېواد ته راستانه شي.     

هغه ماشومان، چې په آلمان کې یې درملنه شوې؛ خوښ دي، چې روغتیا یې تر لاسه کړې ده.

سرې میاشتې ټولنې ټینګار کړی؛ آلمان له تېرو دېرش کلونو راپدیخوا د هغو ۵ زره ماشومانو او ناروغانو درملنه کړې، چې په افغانستان کې یې د درملنې امکانات نه ول.

Trending

Exit mobile version