تازه خبرونه
په خوست کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د خوست ولایت چارواکو منلې، چې نن ماښام د خوست د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په اړوند فوتبال ډګر کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د خوست امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځڼو خېل سیمې د اړوند په فوتبال ډګر کې د موټر سایکل بم چاودنې له کبله ۳ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د دې چاودنې د عاملینو په اړه تر دې دمه څه ندي ویل شوي.
خبریال: فریدالله احمدزی
