سیمه ییز خبرونه
په تورخم ښارګوټي کې کډوالو ته د ښه خدمت یو مرکز کټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ننکرهار د کډوالو چارو ریاست او د IOM موسسې له لوري په تورخم ښارګوټي کې د پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو ته د ښه خدمت په موخه د یو نیم میلیون دالرو پر ارزښت یو مرکز له جوړیدو وروسته کټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانستی په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریس غلاحیدر فقیرزي رسینو ته وویل، چې په دې مرکز کې به ناراجستر کډوالو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ورکول کیږي.
نوموړي په ډاګه کړې، چې د دې مرکز په جوړیدو کډوالو ته د شپې کولو زمینه هم برابر شوې ده.
د کډوالو د سازمان مرستیاله لیورتامسن وویل؛ هڅې پیل شوي، چې پاکستاني چارواکي افغان مهاجر په رسمیت وپېژني.
هغهزیاتوي؛ دا کار هم شوی، چې پاکستان په منظمه توګه د افغان کډووالو د راستنیدنې لړۍ تنظیم کړي. د شاوخوا یو کال راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدنې بهیر پیل شوی، چې په هېواد کې د سر پنا له ستونزې سره مخ دي.