بلخ @ps

له افغان ځواکونو سره جګړه « تپلې او ناروا» ده- هېوادوال

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۳۹۸)

د بغلان ولایت اوسیدونکيو ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې له هوکړې وروسته په هېواد کې له افغان ځواکونو سره جګړه روانه ساتل « تپلې او ناروا» ده.

دوی له طالبان او امریکایانو وغوښتل، چې له خپلمنځي خبرو مخکې د زندانیانو هر راز تبادله د افغانستان د خلکو په خیر نده.

د بغلان ولایتي شورا مشر او د افغان ځواکونو قومندان ویلي؛ دا جګړه تحمیلي ده او طالبان له دې کاره څه ګټه تر لاسه کولی نشي او یوازې د خلکو کرکه به راوپاروي.

د راپورونو له مخې طالبانو د یوې اوونۍ له اورکم وروسته بیا خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې پوځي هڅې د تېر په څېر روانې وساتي؛ خو پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو دې بریدونه نکوي.

دغه راز د راپورونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو يو ځل بيا په پکتیا، کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولايتونو کي خپل بريدونه پيل کړي، چي په کي يو شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو هم په یوه تویت کې له طالبانو غوښتي، چې اورکم روان وساتي، چې خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره، تلپاتې سوله رامنځته او شخړې سیاسي حل شي.  د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا هم د طالبانو پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د جګړې بیا پیل د امریکا او طالبانو له هوکړې سره اړخ نه لګوي او اوس د زور کارولو وخت ندی، بلکې باید ډاډ او باور رامنځته شي.

دا په داسي حال کي ده، چي د شنبې پر ورځ د کب ۱۰ د امريکا او طالبانو تر منځ / په افغانستان کې د سولې راوستلو / تړون لاسليک شو؛ خو اوس هم وسلوالو طالبانو او  افغان حکومت خپل لوري ندي بدل کړي؛ د افغان ځواکونو پر ضد د جګړې سپارښتنه شوې او د  بندیانو خوشې کول له خپلمنځي خبرو مخکې ناشونې ګڼل کیږي، چې دې کار ښکېلې خواوې جګړې ته راګرزولي دي. 

Trending

Exit mobile version