تازه خبرونه

په افغانستان کې پانګونې ته د امریکايي پانګوالو هیلې ډېرې شوي

Published

on

د افغانستان – امریکا ګډې سوداګریزۍ  خوني مسوولینو ويلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ  د سولې راوستلو له هوکړې وروسته په ډېر شمېر امریکايي  پانګوالو په افغانستان کې پانګونه کړې ده.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې مشر څرګنده کړې، چې له وسلوالو مخالفانو سره د امریکا له هوکړي وروسته به په ډېرشمېر امریکايي پانګوال په افغانستان کې پانګونه او سوداګري پراخه کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ  په برخه کې خورا لوړ ظرفیتونه لري، چې د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې به د افغانستان او امریکايي پانګوالو په ګډه ناسته کې پرې بحث وشي.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې مشر جیفري ګرایکو ویلي؛ مونږ د امریکا او طالبانو له هوکړي وروسته هیله من شوي یو، چې ډېر امریکايي سوداګر او افغان سوداګر به ګډې پانګونې هم تر سره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي مشر سید زمان هاشمي وایي:  مونږ په دې ناسته کې چمتوالی نیسو، چې په افغانستان کې د امریکايي پانګوالو پانګونه جذب کړو.

د افغانستان او امریکا د ګډې خونې مدیره پلاوي مشر سلیمان لطفي ویلي؛ مونږ به هڅه وکړو، چې د دواړو هېوادونو پانګوالو ته د پانګونې د زمینو په اړه پوره معلو مات ورکړو.

افغان پانګوالو هم د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې په غونډه کې وویل، مونږ په افغانستان کې د سوداګرۍ لپاره ډېر فرصتونه لرو.

امریکايي سوداګر مت نیسلي وایي، مونږ په افغانستان کې د پانګونې ډېر ظرفیتونه لرو، چې ورسره به په افغانستان کې پانګونه پراخه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسو،لینو ويلي؛ دمګړۍ د افغانستان او امریکا ترمنځ کلنۍ  راکړه وکړه شپېته میلیون امریکايي دالروته رسیږي، چې ۵۵ میلیون يې واردات او پاتې یې د افغانستان  صادرات دي، چې په ډېر شمېر یې غالۍ دي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version