تازه خبرونه
په روزګان کې د طالبانو له منګولو ۹۲ کسان وژغورل شول
(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۳۹۸)
کورنیو چارو وزارت په روزګان ولایت کې د طالبانو له منګولو څخه د ۹۲ کسانو له ژغورلو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ولایت د پلازمېنې ترینکوټ اړوند د ځانګړیو پولیسو په عملیاتو کې ۹۲ ملکي وګړي د طالبانو له منګولو را خوشې شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه کسان تېره ورځ په ترینکوټ کې د لوبو له یو ډګره طالبانو تښتولي وه.
د دې وزارت په څرګندونو کې راغلي، چې په دې ژغورونکیو عملیاتو کې افغان ځواکونو او پوځیانو ته کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو تر دې دمه د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
روزګان د افغانستان یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبانو پراخې هڅې تر سره کوي.