تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل پیل شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۸)

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان ویلي، چې شرایطو ته په پام یې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل پیل کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ د یوې اعلاميې په خپرولو څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل پیل شوي دي.

د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې؛ به په راتلونکیو ۴ میاشتو کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۰۰۰ او ۶۰۰ ته راټيټ شي.   

امریکا په افغانستان کې دیارلس زره سرتېري او او د هېواد په بګرام، هلمند، جلال آباد،  کندهار، بلخ، پکتیکا او هرات ولایتونو کې اووه پوځي هډې لري؛ خو تر اوسه معلومه نده، چې سرتېري لومړی له کومې اډې ایستل کیږي.

د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ وايي: زمونږ ځمکني او هوایي ځواکونو مسوولین باید دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي، چې د ځمکنيو او هوایي ځواکونو نیمګړتیاوې پوره او باید بښپړ تجهیز شي.  

امریکايي چارواکو ویلي؛ که طالبان پخپلو ژمنو ودریږي له افغانستان څخه به په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتېري وباسي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم ویلي؛ د امرذیکایي ځواکونو وتل به پر افغان ځواکونو بې اغېزې وي؛ ځکه، چې هغوی د جګړې په ډګر کې ښکېل ندي.

ولسمشر محمد اشرف غني له دې مخکې ډاډ څرګند کړی و، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به پر شرایطو ناوړه اغېزه ونکړي او په وینا يي افغان ځواکونه چمتو دي، چې له هېواد څخه دفاع وکړي.

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version