تازه خبرونه
په افغانستان کې اووم کس هم پر کرونا ویروس اخته شو
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ویلي، چې په هرات ولایت کې یوه او په سمنګان کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ۵ مثبتې پېښې په هرات کې او دوه نورې په سمنګان کې ثبت شوې دي. دا هغه کسان دي، چې له ایران څخه راستانه شوي دي.
یاد وزارت په ډاګه کړې، چې تر دې دمه په افغانستان کې دغه ویروس خبءیدونکې بڼه نلري او اخته کسان ټول له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغان دولت د کرونا ناروغۍ د تشخیص او تداوۍ لپاره د افغان جاپان روغتون ځانګړی کړی دی.
په کابل کې د افغان جاپان روغتون مسوولین وايي، چې هره ورځ له یو نیم سل ډېر کسان د کرونا ویروس د ازمایښت لپاره دغه روغتون ته ورځي؛ خو تر اوسه یې کومه مثبته پېښه نده ثبت کړې.
داکترمحمد نعیم اکبري وايي، چې دغه روغتون هره ورځ تر ۱۶۰ کسان مراجعه کوي او د کرونا ناروغۍ ازموینه کوي؛ خو تر اوسه یې کومه مثبه پېښه نده ثبت کړې.
د دغه روغتون داکتر رحمت الله وزیري وايي، چې افغانان باید د کرونا ویروس جدي وګڼي او پر روغتیايي لارښوونو عمل وکړي.
د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزي له ټولو دولتي بنسټونو غوښتي، چې د کرونا ناروغۍ د خوریدو د مخنیوي لپاره لاسونه سره ورکړي او چارې همغږې کړي.
په افغانستان کې خلک د کرونا ویروس له خوریدو او د اووه مثبتو پېښو له ثبتیدو وروسته سخت اندېښمن شوي دي.
د کرونا ویروس نږدې په ټوله نړۍ کې خور شوي او تر اوسه یې واکسین او درمل ن دي موندل شوي؛ خو روغتیايي مسوولین وايي، چې د مخنیوي لپاره یې وقایوي چارو ته یې پوره پاملرنه ډېره اړینه ده، چې په دې توګه د ویروس خوریدو مخه تر یوه بریده ډب کیږي.
